Language

کریمي: محمود کرزی د حقوقي قضیې له امله ممنوع‌الخروج شوی

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۱): د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وایي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی د حقوقي قضیې له امله ممنوع‌الخروج شوی دی.

محمود کرزي د پخواني حکومت په وروستیو کې د ښارجوړونې وزیر په توګه دنده ترسره کوله.

نن ځینو کسانو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي وو چې محمود کرزي غوښتل له کابل هوایي ډګره دوبۍ ته ولاړ شي، خو د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي پژواک خبري اژانس ته د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې محمود کرزی د یوې حقوقي قضیې له امله ممنوع‌الخروج شوی او دا قضیه سیاسي اړخ نه لري.

هغه د نوموړي د حقوقي قضیې په اړه څه ونه ویل خو د راپورونو له مخې، محمود کرزي په کندهار کې د عینو مینې ښارګوټي او د کابل د قضیو په اړه دوسیې لرلې، خو نوموړي دا تورونه رد کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.