ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرحدونو وزارت: په لومړي ځل پامیریانو ته مخابراتي خدمات رسول کېږي

د سرحدونو وزارت: په لومړي ځل پامیریانو ته مخابراتي خدمات رسول کېږي

author avatar
6 Nov 2022 - 10:14
د سرحدونو وزارت: په لومړي ځل پامیریانو ته مخابراتي خدمات رسول کېږي
author avatar
6 Nov 2022 - 10:14

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۱): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د بدخشان د پامیر سړک رغولو او دغه راز د لومړي ځل لپاره پامیر کې د یوې مخابراتي شبکې فعالولو وړاندیزونه منل شوي او د ورېښمو لارې پاتې کارونه به هم پیل شي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د بدخشان د واخان ولسوالۍ د پامیر سیمې له مشرانو سره وکتل.

سرچينې لیکلي، ملا نورالله د یادې سیمې د خلکو لپاره د لومړنیو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د پرمختګونو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت مشرتابه د پامیر محرومې سیمې ته ځانګړې توجه کوي او په نږدې راتلونکي کې به د ورېښمو لارې پاتې کارونه هم پیل او بشپړ شي.

د ورېښمو لار د بدخشان د واخان دهلېز له لارې افغانستان له چین سره نښلوي؛ هر کله چې د ورېښمو لارې طرحه عملي شي نو دغه لار د بدخشان واخان بندر د چین د سین‌کیانګ له ایالت سره نښلوي.

د ورېښمو لاره پخوا هم د چین، افغانستان او سیمې تجارتي لاره وه او اوس بیا د سیمې حکومتونه غواړي څو دغه لاره ورغوي.

ملا نورالله نوري ویلي: «د واخان او پامیر د خلکو اساسي غوښتنې مو له اړوندو ارګانونو سره شریکې کړې، تر اوسه د پامیر د سړک رغولو ترڅنګ د یوې مخابراتي شبکې پایې فعالولو وړاندیزونه منل شوي چې ډېر ژر به پامیر له ترانسپورټي او مخابراتي لارو له مرکز سره وصل وشي او په نږدې راتلونکي کې به د روغتیا او تعلیم په اړه هم ان‌شاءالله پرمختګونه ترسره شي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د پامیر مشرانو په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې دغه وزارت دې د پامیري ولس ستونزو په هواري کې همکاریو ته دوام ورکړي.

Views: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.