[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): د پاکستان د اپوزیسیون ګوند غړي، سناتور اعظم خان سواتي ادعا کړې چې پوځ او استخباراتو دده او مېرمنې شخصي ویډیو ثبت کړې او کورنۍ ته یې لېږلې ده.
سواتي چې د پنجاب په لاهور ښار کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله، په ژړا ژړا یې وویل چې دی له خپلو اولادونو سره سترګې نه شي لګولی.
د یادونې ده چې نوموړي څه موده مخکې د پاکستان د پوځ پر ضد یو ټویټ کړی و چې بیا د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو، خو د محکمې په حکم بېرته خوشی شو.
تر خوشي کېدو وروسته هغه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې استخباراتو ترې جامې ویستې وې او تر سخت تعذیب او ځورولو وروسته یې دده بربنډه ویډیو هم جوړه کړې ده.
اعظم سواتي د تازه پېښې په اړه وویل چې مېرمنې ته یې له یوې نامعلومې شمېرې څخه دده او د مېرمنې شخصي ویډيو استول شوې ده.
هغه په ژړهغوني غږ وویل: «له ما سره په شوي چلند چې غږېږم د خپل ولس له خویندو او لوڼو سخت شرمېږم.»
نوموړی که څه هم په ښکاره له همدې امله د ویډیو پر جزیاتو ډېر ونه غږېد، خو ویې ویل چې تېره شپه ورته مېرمنې ټیلفون وکړ او په ژړا ژړا یې ورته د ویډیو یادونه وکړه.
بلخوا، پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دا ویډیو د بلوچستان په کویټه ښار کې هغه مهال ثبت شوې چې اعظم سواتی او مېرمن یې هلته په یوه دولتي ودانۍ کې د لنډې مودې لپاره مېشت وو.
د پاکستان مخکني لومړي وزیر عمران خان او ګڼ شمېر نورو سیاستوالو او فعالانو دغه کړنه غندلې ده؛ خو د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې (اېفآیای) دغه ادعا رد کړې او یلي یې دي چې دا ویډیو جعلي ده.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن