ګردېز (پژواک، ١٥ لړم ١٤٠١): د پکتيا ولايت په اوو ولسواليو کې د بېړنيو ناروغيو د کنټرول مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر صدرالدين عزام پژواک ته وويل: «نن د پکتيا په ٧ ولسواليو کې د بېړنيو ناروغيو د کنټرول د ٧ مرکزونو ودانۍ جوړې او فعاليت يې پيل کړ.»
نوموړى وايي، د دغو مرکزونو مالي لګښت چې ٢٦ ميليون افغانۍ کېږي، د PU-AMI روغتيايي مؤسسې له خوا ورکړل شوى دی.
د عزام په خبره، له دغو مرکزونو د نسايي ولادي، عاجلو پېښو د ټپيانو او نورو ناروغيو د کنټرول لپاره کار اخيستل کېږي.
دغه راز د پکتيا د اقتصاد ریيس محمدانور راشد وويل، په دغه ولايت کې يې له بېلابېلو موسسو سره خبرې کړې څو نور کارونه هم ورته وکړي.
نوموړي وويل: «د بېړنيو پېښو د کنټرول دغه مرکزونه هر يو يې په يو جريب ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي چې څلور کارخونې، يو تالار، زېږنتون او د قابلې د اوسېدو ځاى لري.»
د راشد په خبره، دغه مرکزونه پر ټولو اړينو وسايلو سمبال او له دې وروسته د ګټې اخيستنې وړ دي.
د يادونې ده، د بېړنيو پېښو دغه مرکزونه د پکتيا په سيدکرم، ميرزکه، شواک، احمدخېلو، جانيخېلو او څمکنيو ولسواليو کې جوړ شوي دي.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن