اټلانټا (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د نیدرلینډ پر وړاندې د سویلي افریقا له ماتې سره، نیمه پایلوبې ته د هندوستان او پاکستان د وتلو لاره برابره شوه.
د نړۍوال جام دا سیالۍ چې په اسټرالیا کې روانې دي، د دویم ګروپ وروستۍ درې لوبې د لړم په ۱۵مه، ترسره شوې.
لومړۍ لوبه د پیاوړې لوبډلې سویلي افریقا او کمزورې لوبډلې نیدرلنډ ترمنځ ترسره شوه چې د سویلي افریقې په ماتې پای ته ورسېده.
د نیدرلنډ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۸ منډې جوړې کړې، خو سویلي افریقې یوازې ۱۴۵ منډې وکړې او لوبه یې بایلوده.
له دې ماتې سره سویلي افریقا له نړۍوال جام څخه ووتله او پاکستان او هند لپاره یې نیمه پایلوبې ته د وتلو لار اسانه کړه.
بلخوا، د همدې ورځو په دوو نورو لوبو کې پاکستان بنګلهدېش ته او هندوستان زمبابوې ته په اسانۍ سره ماتې ورکړه او دواړه لوبډلې د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
له اول ګروپ څخه انګلستان او نیوزیلینډ نیمه پایلوبې ته وتلي دي.
اوس به نیمه پایلوبو کې نیوزیلینډ د پاکستان او انګلستان له هندوستان سره لوبه کوي.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن