Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له افغانستان سره د بشري مرستو دوام؛ ۴۰ میلیون نور ډالر کابل ته را ورسېدل

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک وایي، د بشري مرستو په دوام کې نن (دوشنبه) نور۴۰ میلیون امریکایي ډالر کابل ته را ورسېدل.

دغه بانک نن (د لړم ۱۶ مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «افغانستان ته د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.»

مرکزي بانک افغانستان ته له قانوني لارو د بهرنیو اسعارو د راتګ هرکلی کړی دی.

سرچینې له نړۍوالې ټولنې د دغو مرستو د مننې کولو ترڅنګ غوښتنه کړې چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې افغانستان ته ولېږي.

یاد بانک زیاته کړې، هڅه کوي د هېوادوالو لپاره غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړي او د اصولو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو نړۍوالو مالي او بانکي بنسټونو سره ښې اړیکې ولري.

دغه مرستې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د تېرې تلې میاشتې په ۱۲مه ویلي و چې دغه سازمان په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارد امریکایي ډالر افغانستان ته راوړي، څو له میلیونونو افغانانو سره- چې بشري مرستو ته اړ دي- د ژوند ژغورنې مرستې وشي.

د یادونې ده چې هره اونۍ هېواد ته د نړۍوالې ټولنې د نغدي مرستو کڅوړه را رسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.