ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ښار کې د نظم راتلو په موخه د پاک‌کارۍ عملیات پیل شوي

خوست ښار کې د نظم راتلو په موخه د پاک‌کارۍ عملیات پیل شوي

author avatar
8 Nov 2022 - 18:05
خوست ښار کې د نظم راتلو په موخه د پاک‌کارۍ عملیات پیل شوي
author avatar
8 Nov 2022 - 18:05

خوست ښار (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): د خوست ښاروالۍ مسوولين وايي، په ښار کې د رامنځته شوې بې‌نظمۍ پر وړاندې يې د پاکولو عمليات پيل کړي او په نږدې ورځو کې به ښار منظمه او پاکه بڼه خپله کړي.

د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال نن (سه شنبه) خبري کنفرانس ته وويل، دغه د پاکولو عمليات د ولايت مقام له خوا د ټاکل شوې اته کسيزې کمېټې له خوا ترسره کېږي چې په سر کې يې د ښاروالۍ رياست دی.

د ده په وینا، ټول هغه لاس‌پلورونکي او نور کسان چې د لارې او سړک پر سر توکي پلوري او د ښار نظم يې ګډوډ کړی، لرې او د کمېټې له خوا په نښه شوو مناسبو ځايونو ته لېږدول کېږي.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې چې درې ورځې وړاندې پيل شوي، د سړک ترڅنګ هغه پلې لارې هم د خلکو د تګ راتګ پرمخ خلاصېږي چې د هټيو له خوا په کې په غيرقانوني ډول توکي ايښودل شوي دي.

دی زياتوي: «اول قدم کې موږ دغو خلکو ته د راډيو او تلويزيون څخه درې ورځې اعلان هم کړی دی چې تاسو پياده‌روونه او په سړک باندې د کراچيو درول يا بې‌ځايه موټر مه دروئ. هغه چا چې زموږ خبره نه ده منلې، له هغو مو لاسي ګاډۍ، شوکېس او يا موټر راوستلی او ضبط کړي مو دي.»

ښاروال وايي، له اوسنيو اجراتو سره د ښار بڼه اتيا سلنه بدله شوې او دوی به خپل دغه تصفيوي عمليات دوامداره ساتي، څو يو پاک او بانظمه ښار ولري.

په ورته مهال، يو شمېر ښاريان او هټۍوال بيا د ښار د نظم او پاکوالي په موخه د ښاروالۍ له خوا ياد پيل شوي عمليات ستايي او وايي چې د ښار په نظم کې مهم رول لري.

د جهاد په نوم يوه هټۍوال پژواک اژانس ته وويل، له سړکونو او لارو کوڅو څخه د لاس‌پلورونکو لرې کول اغېزناک ګام دی، خو وايي چې هغوی ته هم بايد يو بل مناسب ځای په نښه شي، څو خپلو کورنيو ته حلاله روزي وګټي.

هغه وايي: «ډېر ښه رول لري، صفايي ورسره راځي، نظم ورسره راځي، مقصد غريبان هم بايد په نظر کې ونيسي.»

د سايل خان په نوم د خوست ښار يوه اوسېدونکي هم له پژواک سره په خبرو کې وويل، زیاتره وخت په سړکونو کې د لاسي کراچیو له امله موټر او خلک تګ راتګ نه شي کولی او ډېره ګډوډي يې رامنځته کړې وي.

د ده په خبره، د دې ترڅنګ بايد د هغو موټرو غم هم وخوړل شي چې په عامو لارو او کوڅو کې ولاړ وي.

هغه زياته کړه: «موږ خو ډېر خوښ يو چې دا پياده‌روونه خلاص شي، موټرو لپاره تم‌ځايونه جوړ شي، ځکه ښار بېخي بې نظمه دی، هر ځای ګاډۍ او موټر ولاړ وي.»

که څه هم د ښاروالۍ مسوولينو په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې ياد عمليات به دوامدار وي، خو د خوست يو شمېر نور اوسېدونکي بيا وايي، په تېر کې هم د ښار د نظم لپاره دا ډول تصفيوي عمليات شوي چې د لنډ مهال لپاره يې پايله مثبته وه، خو تر څه مودې تېريدو وروسته بيا هر څه د مسوولينو له پامه غورځول شوي دي.

Views: 101

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.