[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د یوه تړون له مخې، ډېر ژر به ۶۵ زره افغانان د کار لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستول شي.
ددغه وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سادات طلوع نیوز ته ویلي چې له دې ډلې د هېواد ۱۵ زره شپانه قطر، سعودي عربستان او ترکیې ته استول کېږي.
سادات زیاته کړې :«غواړو چې دا خلک ژر تر ژره ولیږو، څو د کور دننه ددوی اقتصادي ستونزې هوارې شي..»
د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال وايي، چې بهرنيو هېوادونو ته د کارګرو د لېږلو تړونونه د تېر نظام پر مهال لاسليک شوي وو، چې تطبيق يې د ځينو ستونزو له امله ځنډېدلی وو.
په همدې حال کې د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې له بې کارۍ ځورېږي او د اسلامي امارت له مسوولينو غواړي، چې د کار زمينه ورته برابره کړي.
د اقتصادي چارو يو شمېر کارپوهان، بهرنيو هېوادونو ته د افغان کارګرو لېږل، د هېواد په اقتصادي وده کې مهم ګڼي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په یوه راپور کې په افغانستان کې د بې کارۍ له زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه. د دغه سازمان د راپور له مخې، په یوه کال کې ۷۰۰ زره افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP