کندهار (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): د کندهار امنیې قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ د نشهيي توکو د تولید یوه فابریکه کشف او له منځه يووړل شوه.
د کندهار امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مولوي صابر نن د سه شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه فابریکه کې له نشهيي توکو سره ګډېدونکي تېزاب، کېمیاوي او نور توکي ترلاسه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دې فابریکې په تړاو د دارو خان په نوم يو کس هم نیول شوی چې دا مهال تر پوښتنو لاندې دی.
ده وویل: «د دوهمې حوزې پوليسو تېره ورځ د ډنډ ولسوالۍ په بلندي کلي کې د نشهیي توکو یوه کارخانه چې زیات تولید یې درلود کشف کړه چې بیا له منځه یووړل شوه.»
بلخوا، د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوولین وایي، امنیتي ځواکونو د تښتوونکو له منګولو څخه یو کس ژغورلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلى دى.
د کندهار ولایت مقام ویاند حاجي زید پژواک ته وویل، د دایکنډي ولایت اوسېدونکی عصمتالله - چې ٤٠ ورځې وړاندې تښتول شوی و - د دوشنبې په ورځ په کندهار کې د تښتوونکو له منګولو خلاص کړاى شو.
هغه زیاته کړه، عصمتالله تر سختې ناروغۍ وروسته تښتوونکو کندهار ته د درملنې په موخه راوستی و چې هغه بیا د یوه درملتون د مسوول په مرسته امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړی و.
د زید په وینا، عصمتالله چې خپله په دایکنډي ولایت کې درملتون لري، نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP