کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): د کابل امنيتي مسؤولين وايي، پولیسو د دغه ښار د ۱۹مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې څلور «مشهور وسلهوال غله» نیولي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، نیول شوو کسانو د کابل د قرهباغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې خلک لوټل او نن د ۱۹مې حوزې اړونده سیمه کې له وسلو سره نیول شوي دي.
سرچینې ویلي چې نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د لړم په ۱۴مه هم د قرهباغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلور کسان د قتل په تور نیول شوي وو.
Views: 789
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن