کندوز (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): د کندوز د سرې میاشتې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او ځينو ولسوالیو کې د ورځې زرو بېوزلو او نادارو کسانو ته وړیا روغتیایي خدمات ترسره کوي.
د هغو په خبره، په دغو ناروغانو کې هغه کسان هم مراجعه کوي چې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دي او ډېری مراجعین بېوزلي او ناداره خلک دي چې د درملنې وس نه لري.
له بلې خوا، ځيني ناروغان هم له دغو خدماتو خوښ دي، خو ځيني نور چې ماشومان یې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دي، بهر ته د خپلو ناروغانو د لېږد ستونزې د هوارېدوغوښتنه کوي.
د کندوز ولایت د سرې میاشتې رییس محمد رضا ناصري له پژواک سره په خبرو کې وویل، ډېری دغه کسان بېوزلي اوله اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې د خپلې درملنې وس نه لري.
هغه زیاته کړه: «په کندوز ولایت کې د سرې میاشتې ریاست د یوه ګرځنده روغتیایي ټیم او پنځو ساحوي کلینیکونو پر مټ خلکو ته خدمات وړاندې کوي او موږ تقریبا د ورځې د زرو کسانو درملنه کوو، موږ په نسایي ولادي، خوارځواکۍ، د داخلې او واکسین په برخو کې خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوو.»
له بلې خوا، خلک هم د سرې میاشتې له خدمتونو خوښ دي.
۳۳ کلن ذبیحالله چې پنځه کلن زوی یې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دی، وایي چې درې کاله مخکې یې زوی په هند کې د سرې میاشتې په همکارۍ عملیات کړی، خو اړتیا ده څو د زوی دویم عملیات یې هم وشي چې د ویزې د ستونزې له امله نه شي کولی له هېواده بهر لاړ شي.
هغه زیاتوي: «پنځه کاله کېږي چې زوی مې د زړه سوري ناروغي لري، د تېر حکومت پرمهال یې یو عملیات شوی و، خو اړتیا ده چې دویم عملیات یې هم وشي خو د ویزې ستونزو له امله نه شم کولی چې له هېواده بهر لاړشم، موږ غواړو چې دغه ستونزه حل شي.»
په دغه حال کې، د کندوز د سرې میاشتې رییس بهر ته د زړه سوري ناروغانو د لېږد د ستونزو د هوارېدو خبره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندوز د سرې میاشتې ریاست د روغتیایي خدماتو ترڅنګ، خلکو ته د مرستې رسونې، ښوونیزو او نورو برخو کې هم وړیا خدمات وړاندې کوي.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن