Language

محمود کرزی: ممنوع الخروج نه یم

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور او د افکو شرکت رئیس محمود کرزي هغه اوازې رد کړې چې ګواکې دی ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

دوه ورځې مخکې (د لړم ۱۵مه) د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي د جزئیاتو له ورکولو پرته ويلي و چې محمود کرزی د یوې حقوقي قضیې له امله ممنوع‌الخروج شوی او دا قضیه سیاسي اړخ نه لري.

هغه د نوموړي د حقوقي قضیې په اړه څه نه دي ويلي، خو د راپورونو له مخې، محمود کرزي په کندهار کې د عینو مېنې ښارګوټي په اړه دوسیه لري.

د ملي راډيو تلويزيون په ټويټر کې بیا نن (سه شنبه) راغلي چې محمود کرزي هغه اوازې رد کړې چې ګواکې دی ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

سرچينې د هغه له قوله ليکلي چې د اسلامي امارت له لوري ورسره ښه چلند شوی دی.

محمود کرزي په يوه ویډيو کې چې د ملي راډيو تلويزيون پر ټويټر نن خپره شوې، وايي: «د عینو مېنې له حل وروسته ما غوښتل چې دوبۍ ته لاړ شم، هلته زما اقامه ختمېده، شپږ مياشتې بعد بايد زه هلته لاړ شم، نو زه او وزیر صاحب په یوه طیاره کې و، نو وزير صاحب ته تشویش پیدا شو چې د عينو مېنې ملکیت تثبیت او هغه خلک چې دعوه لري چې په عينو مېنه کې د دوی شخصي ځمکې دي، دا موضوع حل شوې نه ده، مونږ چې کومه قباله لرو، د هغې مطابق باید زموږ ځمکه جدا شي او هغه خلک چې زمونږ په شاوخوا کې دي، د اسنادو مطابق د هغوی ځمکه هم بايد جدا شي، نو وزير صاحب راته وویل چې ترڅو دا حل نه شي، تاسو بايد دلته وئ، ممکن زما امضاء ته ضرورت شي، نور کوم داسې مشکل نشته، ماته ډېر په عزت کتل شوي دي.»

دی زياتوي: «زه وزارت عدلیه کې ولاړ يم او تاسو سره خبرې کوم. دا نامعلوم ځای بیا چېرته دی، دا محضې خبرې دي، هیڅ مشکل ماته نه دی پېښ، هیڅ خبره نه ده، یو سوء تفاهم و او هغه هم زما ضرورت احساسېده د وزير عدليې له خوا په کندهار کې چې يو څو ورځې پاتې شه، ډېر په عزت ډېر په حرمت ما سره سلوک شوی دی. سبا یو سفر لرم او بېرته راځم، خپل وطن مو دی.»

نوموړی د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي چې له حامد کرزي سره ازادانه لیدلی شي او تر اوسه يې هېچا مخنیوی نه دی کړی.

محمود کرزي د پخواني حکومت په وروستیو کې د ښارجوړونې وزیر په توګه دنده ترسره کوله.

Related Topics