ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه په پرچمن کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمات پيل شول

د فراه په پرچمن کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمات پيل شول

author avatar
8 Nov 2022 - 15:36
د فراه په پرچمن کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمات پيل شول
author avatar
8 Nov 2022 - 15:36

فراه (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې خلکو ته نن د لومړي ځل لپاره مخابراتي اسانتیاوې برابرې شوې.

د فراه ولایت د مخابراتو ریاست د معلوماتو له مخې، په یادې ولسوالۍ کې له دې وړاندې هیڅ یوې مخابراتي شبکې فعالیت نه درلود.

د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس عبدالمجید ابوذر پژواک اژانس ته وویل: «پرچمن ولسوالۍ کې نن افغان بیسیم مخابراتي شرکت خپل فعالیت پيل کړ او په دې سره دغه ولسوالي د لومړي ځل لپاره تر مخابراتي پوښښ لاندې شوه.»

ده زیاته کړه، اوسمهال د یادې ولسوالۍ له ۶۰ تر ۷۰ سلنه خلکو ته مخابراتي خدمات برابر شوي او په وینا يې چې په نږدې راتلونکي کې به ټول خلک له دې اسانتیا څخه برخمن شي.

بلخوا، د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکي خوښي څرګندوي چې د لومړي ځل لپاره يې مخابراتي خدماتو ته لاسرسی پيدا کړ.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي کلیم‌الله وویل: «زموږ په ولسوالۍ کې پخوا هېڅ مخابراتي شبکې فعالیت نه درلود او موږ له خپلو خپلوانو سره د ټېلېفون له لارې اړیکه نشو نیولای او په مړي ژوندي به څو ورځې وروسته خبرېدو.»

د پرچمن ولسوالۍ د نیزکان سیمې اوسېدونکي احمد هم وویل چې پخوا د اړیکو ټینګولو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ وو.

ده وویل: «کله به چې واده یا جنازې مراسم و، نو د نږدې کلیو خپلو خپلوانو د خبرېدو لپاره به مو یو کس په کرایه نیولو او د هغه په لاس به مو لیکلی پيغام استوه.»

نوموړي زیاته کړه، اوس ټول خلک خوښ دي چې دلته د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمات پيل شوي او نور به په اسانۍ سره وکولای شي چې د خپلوانو له حاله خبر شي.

Views: 106

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.