کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): روسيه وايي، ټاکل شوې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته یوه اونۍ وروسته د نومبر په ۱۶مه (راتلونکې چهارشنبه) په مسکو کې جوړه شي.
دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف کړې دي.
د نومبر ۱۶مه راتلونکې چهارشنبه د لړم له ۲۵مې نېټې سره سمون لري.
د مسکو په غونډه کې به د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون ولري.
کابلوف څو ورځې مخکې (د لړم ۱۳مه) ویلي و، په مسکو کې د افغانستان په اړه مشورتي غونډه جوړېږي، خو د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوی به په کې برخه نه لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لړم په ۱۴مه بیا دې موضوع ته په غبرګون کې ويلي و چې په روسیه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې بحثونه د اسلامي امارت له استازو پرته نیمګړي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټويټر کښلي و: «له نېکه مرغه افغانستان اوس یو خپلواک، مسؤول او مشروع حکومت لري او په دې توانېدلی چې په ټول هېواد کې امنیت په مؤثر ډول ټینګ کړي، پولې خوندي کړي او له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کي مثبت تعامل ولري. په دې اساس، په داسې ناستو کې د افغانستان حکومت نه ګډون پر تعامل منفي اغېز کولای شي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP