ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان د دره صوف بالا ډبرو سکرو کان کې درې کان‌کیندونکي مړه شوي

د سمنګان د دره صوف بالا ډبرو سکرو کان کې درې کان‌کیندونکي مړه شوي

author avatar
9 Nov 2022 - 16:16
د سمنګان د دره صوف بالا ډبرو سکرو کان کې درې کان‌کیندونکي مړه شوي
author avatar
9 Nov 2022 - 16:16

ایبک (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د شباشک ډبرو سکرو کان کې د کاربن مونواکساید ګاز خپرېدو له امله درې کان کیندونکي مړه شوي دي.

د سمنګان د دره صوف بالا ولسوال محمد نسیم خیبرشکن وویل، دغه پېښه دوه شپې مخکې د دره صوف بالا ولسوالۍ د شباشک ډبرو سکرو کان په یوه کښل شو غیرمسلکی او ممنوعه تونل کې شوې چې په پایله کې یې درې کان‌کیندونکي مړه شوي دي.

نوموړي د یادې پېښې لامل د تونل په داخل کې د کاربن مونو اکساید ګاز وباله او زیاته یې کړه، دغه پېښه په یوه خپلسرې او شخصي استخراجي تونل کې شوې ده.

هغه څرګنده کړه، مړه شوي کسان د دره صوف بالا اوسېدونکي وو او جسدونه یې د ژغورنې ډلې له خوا له تونله را ایستل شوي دي.

د ولسوال په خبره، دغه کارګران بېوزلي او غریب خلک وو چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه په دغه کان کې پر استخراج بوخت وو.

هغه زیاتوي، اوس په دې ولسوالۍ کې د «دهانه تور» او «شباشک» ډبرو سکرو کان کې یوازې څلور  استخراجي فني او دولتي تونلونه موجود دي خو د غیرفني او خپلسرو تونلونو چې د خلکو دي، شمېر یې شاوخوا دوه زره ته رسېږي چې په کې تر ۱۲ زره ډېر کسان په کار بوخت دي.

د یادونې ده، د دره صوف بالا ولسوالۍ ډبرو سکرو دغه کان د هېواد په کچه یو لوی کان دی او دولت په تېر مالي کال کې له دغه کان څخه څه باندې درې میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه کړي وو.

د نوموړي په خبره، د کانونو وزارت د فني استخراج څرنګوالي، د ډبرو سکرو ضایعاتو د مخنیوي، د استخراجي تونلونو د تحکیماتو او د کان‌کیندونکو خوندیتوب په اړه باید مشخص پلان تدوین او اجرا ته وړاندې کړي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.