محمودراقي (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): د کاپیسا ولایت امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د یوه سوداګر زوی د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی، دوه کسان د همدې تښتونې او دوه نور د نشهیي توکو پلورنې په تور نیول شوي دي.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وایي، نن سهار شاوخوا شپږ بجې د دغه ولایت د دویمې حصې ولسوالۍ اړوند په جمالاغه سیمه کې د یوه سوداګر زوی د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
د ده په وینا، د همدې ولسوالۍ هغه دوه کسان چې دغه نوی ځوان یې تېره شپه تښتولی و، نیول شوي دي.
فایز وایي چې له نیول شوو کسانو یو یې په قتل او غلاوو کې پر لاس لرلو هم تورن دی.
د یو بل خبر له مخې، د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدير مولوي اظهارالله عاکف وایي، دوه تنه «د نشهیي توکو پلورونکي» – چې د کاپیسا د مرکز اوسېدونکي دي- له ۱۹۰۰ ګرامه چرسو او نهه ګرامه شیشې سره نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د دغو دوو کسانو دوسيه د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې ده.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن