Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حامد کرزي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره لیدلي

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): حامد کرزي او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې او په هېواد کې د تل‌پاتې سولې او ثبات لپاره یې د ملي خبرو اترو پیل اړین بللی دی.

د هېواد د مخکېني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره د پېژندګلوۍ لیدنه کړې او افغانستان ته یې د راتګ له امله نوموړې ته ښه راغلاست ویلی او په دې مهم مسوولیت کې یې د بریا هیله ورته کړې ده.

سرچینې لیکلي، په دغه لیدنه کې سربېره پردې چې د افغانستان او سیمې د روان حالت په اړه خبرې وشوې، د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پر ژر تر ژره پرانیستلو هم ټینګار وشو.

دغه‌راز په اعلامیه کې لیکل شوي، دواړو لورو په هېواد کې د تل‌پاتې سولې او ثبات رامنځته کېدو لپاره د ملي خبرو اترو پیل اړین وباله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.