کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، په خوست ولایت کې د «ITTAF» تکواندو ملي لوبډلې ته د غوراوي په اتم پړاو سیالیو کې کابل لومړی مقام خپل کړ.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپله فیسبوکپاڼه کي د دغو څرګندونو ترڅنګ لیکلي، دغه سیالۍ په خوست کې ترسره شوې چې د لسو ولایتونو د تکواندو ۹۰ لوبغاړو په کې برخه اخستې وه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ درې ورځې وړاندې پیل شوې وې چې په کې کابل لومړی، هرات دویم او تخار درېيم مقام ګټلی دی.
د يادو سياليو په پاى کې د تکواندو ملي فدراسیون مسوولينو له لوري ګټونکو او غوره لوبغاړو ته کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شوي دي.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن