Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ نړۍوال جام؛ انګلستان پای‌لوبې ته لار ومونده

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې انګلستان هندوستان ته ماتې ورکړه او پای‌لوبې ته یې لار ومونده.

د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن دویمه نیمه پای‌لوبه د انګلستان او هندوستان ترمنځ وشوه.

په دې سیالۍ کې هندوستان لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۸ منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.

انګلستان یاد هدف د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته په ۱۶ اوورونو کې پوره کړ او هندوستان ته یې د لسو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې د انګلستان له لوري په توپوهنه کې جوش بټلر ۸۶ او الیکس هلیز ۸۰ منډې جوړې کړې.

همدارنګه تېره ورځ پاکستان په لومړنۍ نیمه پای‌لوبه کې نیوزلنډ ته ماتې ورکړې وه.

د ۲۰۲۲ کال نړۍوال شل اووریز جام لومړی پړاو سیالۍ د اکتوبر په ۱۶مه او دویم پړاو بیا د اکتوبر په ۲۲مه، اسټرالیا کې پیل شوې.

د یادونې ده، د کرکټ نړۍوال جام پای‌لوبه به د روانې نوامبر میاشتې په ۱۳مه نېټه د انګلستان او پاکستان ترمنځ ترسره شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.