کندهار (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اړوند په بلدي سیمه کې پرون یو ټوټه شوی جسد موندل شوی دی.
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه جسد په ویاله کې په داسې حال کې موندل شوی چې سر او د بدن نور غړي يې له تنې پرې شوي او په بېرحمۍ سره وژل شوی دی.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سید جان پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره ورځ د ډنډ ولسوالۍ په بلدي کلي کې خلکو په یوه ویاله کې یو جسد پیدا کړی و چې په یوه ګونۍ کې اچول شوی و او د پېژندلو نه و.»
چارواکي هم پېښه تاييدوي او وايي، تر اوسه دغه کس نه دی پېژندل شوی او نه هم د پېښې عاملین معلوم شوي دي.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید نن (د لړم ۲۱مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو د ډنډ ولسوالۍ په بلدي کلي کې د سیمې د خلکو په مرسته یو جسد موندلی دی.
ده وویل: «جسد نه پېژندل کېږي او امنیتي ځواکونو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.»
Views: 169
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن