غزني ښار (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۱): په غزني کې د چرګانو پلورونکي په دغه ولایت کې د چرګانو د مناسب پلور له نشتوالي شکایت کوي، وايي که د دوى ستونزې هوارې نه کړاى شي او له پاکستانه د چرګانو واردات بند نه شي، نو کاروبار به يې له سقوط سره مخ شي.
د غزني ولایت د چرګانو یو شمېر فارملرونکو نن (یکشنبه) په یوه ناسته کې وویل، له پاکستانه په پراخه کچه د چرګانو وارداتو یې کاروبار زيانمن کړی؛ دوی له اسلامي امارته غواړي چې له پاکستانه د غوښې چرګانو پر وارداتو بندیز ولګوي، څو داخلي توليدات وده وکړي.
د دوی په وینا، که له بهره د چرګانو وارداتو مخه ونه نیول شي، نو دا سکټور به له سقوط سره مخ شي.
غزني کې د چرګانو روزنې ټولنې مشر محمدالرحیم رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل، له پاکستانه د غوښې چرګان واردېږي چې د چرګانو پلورونکو کاروبار يې د مالي ننګونو سربېره د سقوط تر بريده رسولی دی.
نوموړي زیاته کړه، په هېواد کې د چرګوړو فارملرونکي د امکاناتو درلودو په صورت کې د دې وړتيا لري چې د هېواد ټولو ولايتونو ته کوچني چرګوړي او د غوښې چرګان ورسوي.
د هغه په خبره، که پر پاکستاني چرګانو بندیز ولګول شي، په کور دننه به د چرګانو توليداتو ډېرېدو ترڅنګ دوی ته هم زیاته ګټه ورسېږي.
هغه وویل، ډېری وخت پاکستان افغانستان ته ناروغ چرګان هم صادروي چې د ګټې پر ځای یې تاوان زيات وي او د دوی فارمونو ته هم خطر پېښوي.
غزني کې یوه فارملرونکي امینالله بیدار بیا پژواک اژانس ته وویل، فارم يې يواځې په غزني کې د ورځې تر «۲۰» زره د غوښې چرګان بازار ته وړاندې کوي.
د ده په خبره، پاکستاني سوداګر هڅه کوي افغانستان ته تر يوې مودې په ټيټه بيه چرګان صادر کړي چې له امله يې د سيمې فارمونه سقوط او وروسته بيا خپل چرګان په لوړه بيه بازار ته وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه: «غزني کې د چرګانو سوداګر تل تاوان کوي؛ ځکه چې پاکستاني سوداګرو ته وخت معلوم وي، کله چې د افغانانو فارمونه په ثمر رسېږي، هغه وخت دوی چرګان افغانستان ته لېږي، زموږ هر یو دوه کیلویي چرګ په «۱۵۰» افغانۍ تمام شوی وي، د دوی له امله یې په «۱۰۰» افغانۍ ورکوو چې د ګټې پر ځای زیات تاوان کوو.»
د فارملرونکو په وینا، په تېر یونیم کال کې یې سیاسي بدلون هم پر کاروبار ډېره اغېزه کړې او دوی یې له زیان سره مخ کړي دي.
دوی له حکومته غوښتنه کوي چې هېواد ته دې د پاکستاني چرګانو پر وارداتو بندیز ولګوي او یا دې پرې ماليه زياته کړي، څو کورني تولیدات پراختیا ومومي.
په ورته وخت کې په دغه ولایت کې د چرګانو فارمونو د ستونزو حل په موخه یو کمېسیون جوړ شوی دی؛ دغه کمېسیون ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د چرګانو فارمونو شته ستونزې هوارې کړي.
د یاد کمېسیون مشر مولوي محمدمیرویس عبدالله پژواک اژانس ته وویل، کمېسیون له مختلفو ارګانونو، عدلیې، ښاروالۍ، کرنې او مالدارۍ، چاپېریال ساتنې، قوماندانۍ او مستوفیت ریاستونو څخه جوړ دی چې ۸ غړي لري او دوه يې د فارمونو مسوولین دي. کمېسیون پر وخت د دوی ستونزو ته د حل لارې چارې لټوي چې اوسنۍ ستونزه به هم په مرکزي کچه شریکه کړي.
د غزني فارملرونکو په وینا، په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۰۰ د چرګانو فارمونه شته چې د غوښې چرګان ترې نورو ولايتونو لکه پکتيکا او اروزګان ته هم لېږدول کېږي.
هغوی زیاتوي چې اوس په دغو فارمونو کې ۱۵۰۰ کسان په کار بوخت دي، که د پاکستاني چرګانو مخه ونیول شي، کېدای شي دغه کچه ۵۰۰۰ کسانو ته لوړه شي چې د دوی په وینا، له یوې خوا به د بېکارۍ مخه ونیول شي او له بلې خوا به د کورني تولیداتو پراختیا ته هم لاره هواره شي.
یاده دې وي، اوسمهال د غزني ښار ترڅنګ د ولسوالیو په ګڼو بازارونو کې ډېرى خلک د چرګانو غوښې اخلي؛ ځکه چې د څارويو تر غوښو په کمه بيه ورته پرېوځي.