Language

اروزګان کې اعتراض‌کوونکي: د فرعي لارو پر ځای دې د اروزګان- کندهار عمومي لار جوړه شي

ترینکوټ (پژواک، ۲۲ لړم ‍۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې نن یو شمېر کسان د اعتراض په ډول راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې د فرعي لارو پر ځای دې د اروزګان- کندهار عمومي لاره جوړه شي.

لسګونو دغو کسانو چې- د ترینکوټ ښار په منار څلورلاره کې له لیکل شوو شعارونو سره راټول شوي وو- ګواښ وکړ، که غوښتنې یې ونه منل شي نو د ولایت دروازې به وتړي.

د اعتراض کوونکو له ډلې د ملک عظم په نوم یوه قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وویل، مسوولینو د د کندهار- اروزګان عمومي لارې پر ځای د کندهار- دهراوود فرعي لارې جوړولو چارې پیل کړې چې خلک یې خپه کړي دي.

هغه زیاته کړه، لسیزې کېږي چې د کندهار- اروزګان لار خرابه ده او خلک په ډېر کړاو تګ راتګ ورباندې کوي، د دې پر ځای چې مسوولین د دې عمومي لارې جوړولو ته لومړیتوب ورکړي، د یوې بلې فرعي لارې جوړول یې پيل کړي دي.

دی وايي، لومړی دې د ولایت لار جوړه شي، وروسته دې د ولسوالیو لارې جوړې شي.

د مرکز ترینکوټ اوسېدونکی شریف‌الله وايي، مسوولین د مور او میرې چلند کوي؛ ځکه له واکه په ناوړه ګټې اخیستو د عمومي لارې پر ځای د یوې ولسوالۍ پر فرعي لار پیسې لګوي.

دی وايي، د اروزګان- کندهار عمومي لارې جوړولو چارې له کلونو راهیسې د ناامنیو او جګړو له امله ځنډېدلې وې، اوس چې جګړه درېدلې، باید جوړولو ته یې لومړیتوب ورکړل شي.

د ده په خبره، اجازه نه ورکوي چې د اروزګان د عمومي لارې پر ځای پر فرعي لارې پیسې ولګول شي.

د رحیم الله په نوم یوه بل معترض پژواک خبري اژانس ته وویل، د اروزګان- کندهار عمومي لارې جوړول د ټولو اروزګانیانو غوښتنه ده، که ونه منل شي لا ډېر اعتراضونه به وکړي او د ولایت دروازې به هم وتړي.

د اروزګان ځايي مسوولین د خلکو د دغه اعتراض په اړه څه نه وايي، خو له دې مخکې والي مولوي محمد علي جان احمد ویلي وو، د دغه ولایت د عمومي لارې جوړولو لپاره هڅې کوي.

د دغه ولایت اوسېدونکي له هغه وروسته اعتراض کوي چې تېره اونۍ د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کندهار- دهراوود لارې جوړولو چارې پیل کړې او ویې ویل چې د دې لارې له جوړولو وروسته به د کندهار- اروزګان لارې جوړولو چارې هم پيل شي.