Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

استخبارات وايي، په کابل کې یې پنځه داعشیان وژلي

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۱): د استخباراتو رياست وايي، د کابل ښار د ١٥مې امنيتي حوزې اړوند پنجصدفاميلو سيمه کې د عملياتو پر مهال پنځه داعشیان وژل شوي دي.

د استخباراتو لوی رياست پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې دغه عمليات تېره شپه د ياد ریاست د ځانګړو ځواکونو له لوري ترسره شوي دي.

سرچينه زياتوي: «یاد کسان د یوې مهمې شبکې غړي وو چې په کابل ښار کې یې په کوچنیو چاودنو کې لاس درلود او غوښتل يې ځینې لویې تخریبي کړنې ترسره کړي چې مخکې له مخکې کشف او له منځه یووړل شول.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له یاد پټنځایه یو شمېر وسلې، لاسي بمونه، ریموټونه او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.