Language

د امریکا په ویرجینیا پوهنتون کې وسله‌وال برید له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۱): د امريکا په ويرجينيا پوهنتون کې تېره‌ ورځ ناوخته د ډزو په پایله کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د امريکا باسټن نيوز د سي‌اين‌اين د راپور له مخې ليکلي چې دغه څرګندونې د ياد پوهنتون مشر جیم‌ریان کړې او زياته کړې يې ده چې پوليس لا هم د شکمن کس په لټه کې دي.

سرچینه زياتوي، ټپيان روغتون ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.

په راپور کې راغلي، د پوهنتون مشر د یکشنبې په ورځ ناوخته وروسته تر هغې چې د ياد پوهنتون په انګړ کې د «کولبرث پر سړک» د ډزو غږ واورېد، نو محصلينو ته خبر ورکړل شو چې پوهنتون ته وسله‌وال کس ننوتی او دوی بايد خپل ځانونه خوندي ځايونو ته ورسوي.

login or register a new account.