کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۱): د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د را روان ژمي لپاره د ۷۲ زره ټنه خوراکي توکو زېرمه کولو خبر ورکړی څو په ژمي کې د لارو بندېدو په صورت کې له هغو استفاده وکړي.
یادې ادارې پرون (یکشنبه، د لړم ۲۲مه) په یوه ټویټ کې وویل، د دغه پروګرام موخه د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ژمي، واورې، د لارو یخک کېدو او بندېدو پر مهال خوراکي توکو ته لاسرسی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام دغه راز ویلي، هغه کورنۍ چې امکانات نه لري، په مخ کې به یو سخت ژمی ولري.
د سرچینې له قوله، دغه پروګرام په نظر کې لري څو د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ۱۵ میلیون اړمنو ته تر ۱۰۰ زره ټنه خوراکي توکي ذخیره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړۍوال پروګرام د وروستۍ ارزونې له مخې، په افغانستان کې په هرو لسو کسانو کې نهه کسان نه شي کولی کافي خواړه پیدا کړي.
سره له دې د ژمي په رارسېدو سره ځينو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو هم د افغانستان له خلکو سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن نن تازه په یوه ټویټ کې لیکلي، دغه ټولنه له اړمنو افغانانو سره د غیردولتی بنسټونو او نړۍوالو سازمانونو، لکه په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن