Language

کابل کې بخارۍ پلورونکي: د وطني بخاريو بيه د پخوا په پرتله ټيټه شوې

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۱): په کابل کې د وطني او ترکي بخاريو پلورونکي وایي، د ژمي په رارسېدو سره د بخاریو پلور ډېر شوى، خو د وطني بخاریو بیه ټيټه او د ترکي بيه بيا لوړه شوې ده.

د اړوندې موضوع په اړه په کابل کې د وطني بخاريو يوه پلورونکي بسم‌الله پژواک ته وویل، د ژمي په را رسېدو سره د وطني بخاریو پلور ډېر شوى دی.

دی وايي، اوس د ورځې له شپږو څخه تر اووه پورې بخارۍ پلوري او د هوا په سړېدو سره دا شمېره نوره هم لوړېږي.

خو دى وايي چې تېر کال يې يوه وطني چري بخارۍ په څلور زره افغانۍ پلورله، خو سږ کال يې نرخ درې زرو ته را ټيټ شوى دى.

د نوموړي په وينا، تېر کال د يوه بېلري بخارۍ بيه ٣٨٠٠ افغانۍ وه خو سږ کال يې نرخ ٢٨٠٠ افغانيو ته ښکته شوى دى.

هغه يې د لامل په اړه وويل: «په هېواد کې اوس د اوسپنې کاروبار کم شوى دى، نو ځکه ورسره د بخاريو بيې هم راټيټې شوې دي.»

همدارنګه په کابل ښار کې د وطني بخاریو يوه بل پلورونکي محمد رشید پژواک ته وویل چې د وطني بخاریو بیې د تېر کال په پرتله ټیټې شوې دي.

هغه زیاته کړه، تېر کال يوه چري بخارۍ له ٣٢٠٠ څخه تر ٣٥٠٠ افغانیو پلورل کېده خو اوس یې نرخ ٢٥٠٠ افغانيو ته را ټيټ شوى دى.

خو په کابل ښار کې د ترکي بخاريو يوه پلورونکي جنت ګل پژواک ته وویل چې د ژمي په رارسېدو سره د بخاریو پلور ښه شوى او ورسره د ترکي بخاريو بيې هم لوړې شوې دي.

نوموړي وویل: «سطل‌لرونکې غټه ترکي بخارۍ په ٢٥٠ ډالره ده او له سطل پرته ١٧٠ ډالرو پورې ده او وړې بیا ۱۰۵ ډالرو څخه تر ۱۲۵ پورې پلورل کېږي چې د تېر کال په پرتله شاوخوا لس ډالره يې بیې لوړې شوې دي.»

جنت ګل دا هم وویل، اوس ډېرى خلک د نوې ترکي بخاریو پر ځای له استعمال شوو څخه استفاده کوي؛ ځکه چې د خلکو اقتصاد کمزورې دی او د نوي جنس د اخيستلو توان نه لري.

په کابل کې ډېرى خلک په ژمي کې د کورونو ګرمولو لپاره له وطني او ترکي بخاریو څخه استفاده کوي.

خو څو ورځې وړاندې ځینو کابل ښاریانو پژواک ته ویلي وو چې د اقتصادي ستونزو له امله د سون‌توکو د پېر وس نه لري.

دوی ويلي وو، د ټولو خلکو اصلي ستونزه وزګارتیا ده او که چېرې څه ناڅه د کاروبار زمینه خلکو ته برابره شي، بیا خوراکي او د سون‌توکي هم پېرلای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) ويلي، را روان ژمی به د افغانستان ۷۹ سلنه خلک د ګرمولو لپاره اړینو توکو ته لاسرسی ونه لري.

خو له دې مخکې د سرپرست حکومت مشرانو ویلي چې د بېکارۍ کمولو او کارموندنې په موخه د لنډمهال او منځمهالو طرحو پر جوړولو کار کوي او د سکټوري وزارتونو او اړوندو ادارو له متخصصينو سره په همغږۍ د کارموندنې ملي پاليسي جوړوي.