مهترلام (پژواک، ٢٣ لړم ١۴٠١): په لغمان ولایت کې د ٦٧ ميليون افغانيو په لګښت د دوو پروژو چارې پيل شوې او يوه بله ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان والي ویاند مولوي سلامت خان بلال پژواک ته وویل چې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په مالي لګښت د الیشنګ ولسوالۍ اړوند میاصاحب او شمرام سیمو کې د ٥٥ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سربندونو د جوړولو چارې پیل شوې.
هغه وايي، په دې پروژو کې ٦٠٠ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او په نهو مياشتو کې به یې چارې بشپړې شي.
ده وويل چې د دغو سربندونو په جوړېدو سره به زرګونه جريبه ځمکه هم خړوبه شي.
دغهراز، د لغمان والي ویاند دا هم وویل چې د الینګار ولسوالۍ اړوند په ټینګور سیمه کې د یونیسف په مالي مرسته د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو یوه سولري شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
هغه وايي چې دغه شبکه ٥٥٣ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.
په ورته وخت کې، د الینګار ولسوالۍ اړوند د ټینګور سیمې قومي مشر عبیدالله نیازي پژواک ته وویل چې د ټینګور سيمې خلکو پخوا د څښاک پاکې نه درلودې خو اوس ورته برابرې شوې.
Views: 98
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن