ګردېز (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۱): د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ ته څېرمه پر ډیورنډ کرښه د خرلاچي دروازه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څلوېښت دقیقې جګړه شوې ده.
يو شمېر دولتي سرچينې او د سیمې خلک وايي، دغه نښته نن مازيګر څه کم پنځه بجې پیل شوې چې څلويښت دقيقې دوام کړى دى.
د پکتيا ولايت یوې امنیتي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تراوسه پورې د جګړې دقيق لامل او معلومات نشته، خو کېداى شي په دغه لاره د اوښتونکو مسافرو په سر رامنځته شوې وي.
له بل لوري د پکتيا ولایت مقام ویاند ادم خان اورياخېل وایي چې سیمې ته اضافي ځواکونه رسېدلي او جګړه درېدلې ده.
د نوموړي په خبره، د يادې نښتې د رامنځته کېدو او د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه به وروسته معلومات خپاره کړي.
څو مياشتې وړاندې هم د پکتيا ډنډ پټان په همدې دروازه دا ډول نښته رامنځته شوې وه.
دغه راز تېره ورځ راپورونه خپاره شول چې د کندهار په سپين بولدک کې افغان او پاکستاني ځواکونو پر یو او بل ډزې کړې او وروسته د سپین بولدک- چمن لار تړل شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن وویل، له سپین بولدک څخه چمن ته پر ورتلونکې لاره د نامعلوم کس له لوري پر پاکستاني امنیتي کسانو ډزې شوې دي چې له امله یې یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.
ده زياته کړې، د دغې پېښې د څېړلو او عاملینو پیدا کولو لپاره یوه لوړپوړي پلاوي پلټنې پیل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP