Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د چت لوېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي

مهترلام (پژواک، ٢۴ لړم ١۴٠١): د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې د يوې کورنۍ درې کسان مړه شوي او يوه نجلۍ ټپي ده.

د لغمان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس قاري خیر محمد غازي د لړم په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند په منګو کلي کې د یوه کور چت غورځېدلی دى.

هغه وايي چې په ياده پېښه کې د یوې کورنۍ د ښځې او خاوند په ګډون، یو د غېږې ماشوم مړه شوي او یوه نجلۍ ټپي شوې ده.

دغه‌راز د منګو اوسېدونکي شاه‌محمود سمسور پژواک ته وویل چې تېره شپه شاوخوا لس بجې د دغه کلي د یوه استوګن سميع‌الله د یوې خونې چت لوېدلی دى.

ده وويل چې په دې پېښه کې سميع‌الله، مېرمنه يې او کوچنى زوى يې مړه شوي او يوه لور يې ټپي شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.