کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): د کابل ښار اوسېدونکي په داسې حال کې د تېرې یوې میاشتې په پرتله د پیازو بیې له درې برابره لوړېدو شکایت کوي چې مسوولینو ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به د پیازو بیه بېرته راټيټه شي.
پياز پلورونکي وايي، نن (د لړم ٢٥مه) د کابل ښار په بازارونو کې يو من پياز په ٣٠٠ افغانۍ پلورل کېږي، په داسې حال کې چې شاوخوا يوه مياشت مخکې د یو من پیازو بیه شاوخوا ۱۰۰ افغانۍ وه.
د کابل ښار په تهیه مسکن سیمه کې د سبزيو او مېوې مارکېټ یوه ترکاري پلورونکي معاذالدين ابراهيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، يوه نيمه مياشت مخکې يې يو من پياز په شاوخوا ۱۰۰ افغانۍ پلورل، خو اوس چې د مني موسم پاى ته رسېدلى، د یو من پیازو بيه ۳۵۰ افغانۍ ته رسېدلې ده.
هغه وويل، دا چې د مني موسم له پاى ته رسېدو وروسته په سملاسي ډول د ترکارۍ، په ځانګړې توګه د پیازو بیې لوړې شوې، لامل یې دا دی چې پیاز پاکستان ته صادرېږي.
هغه له سرپرست حکومته وغوښتل چې د سوداګرو له خوا له حده ډېرو صادراتو مخه ونيسي؛ ځکه هېوادوالو ته اقتصادي زیان اړوي.
د پیازو بیې له لوړوالي د کابل ښار اوسېدونکو شکایت
د کابل ښار د مکروريانو اوسېدونکي احمدشاه پژواک خبري اژانس ته وويل: «نن مې د کور لپاره يو من پياز په ٣٠٠ افغانۍ واخیستل، په داسې حال کې چې کروندګرو ښه حاصلات ترلاسه کړي دي، نه پوهېږم چې د پيازو بیې د لوړېدو لامل څه شی دی.»
هغه له مسوولينو غواړي چې د بيې راټيټولو ته یې جدي پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې، د کابل ښار د «پنجصد فامیلۍ» سیمې اوسېدونکې نبیلا هم د پیازو بیې له لوړېدو شکایت کوي او وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د پیازو بیه لوړېږي او ډېری خلک یې د پېرلو توان نه لري.
نوموړې هم له مسوولینو وغوښتل چې بیه یې کنټرول کړي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند عبدالسلام جواد اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وويل: «معمولا کله چې د نورو هېوادونو له لوري د یوه صادراتي توکي تقاضا کېږي، نو د هېواد دننه بیې لوړېږي.»
هغه په داسې حال کې چې ویل یې د پيازو بيه دومره هم لوړه شوې نه ده، زياته یې کړه: «انشاالله بيې به راټيټې شي.»
جواد وويل، په روان کال کې افغان کروندګرو ښه حاصلات ترلاسه کړل چې پر صادراتو يې هم ښه اغېز درلود.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ١۴٠١ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې له دوه ميليون ټنه ډېر پياز بهر ته صادر شوي دي.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن