Language

د لغمان په اليشنګ کې ناوې او زوم وژل شوي

مهترلام (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): د لغمان امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یو زوم او ناوې وژل شوي دي.

د لغمان امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ شاوخوا څلور بجې، د الیشنګ ولسوالۍ د کهنپال درې په سملان سیمه کې شوې ده.

ده زياته کړه، د یادو کسانو قاتل امنیتي ځواکونو نیولی چې اوس‌مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.

د هغه په وینا، د قاتل دوسیه به تر څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکي چې نه غوښتل نوم يې واخیستل شي، پژواک ته یاده پېښه تايید کړه او ويې ویل، دا پېښه د دوی په کلي کې تېره ورځ مازیګر مهال شوې چې یو زوم او ناوې په کې وژل شوي دي.