بامیان (پژواک، ٢٥ لړم ۱۴۰۱): د بامیان حکومتي مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو پروژو د پرانیستې او ګټې اخیستنې ته سپارلو خبر ورکوي.
د بامیان د لومړي نمبر یکاولنګ ولسوال حکمت حسین مجاهد پژواک ته وویل، تېره ورځ په دغه ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت درې پرمختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د هغه په خبره، په «بکک» سیمه کې د اوبو ذخیره کولو دوې پروژې او په «سرداغ» سیمه کې د اوبو رسولو کانال پروژه له یادو پروژو څخه دي.
هغه زیاته کړه، دغه پروژې د ملګرو ملتو پرمختیایي پروګرام (UNDP)په مالي ملاتړ او د رفاه اسلامي موسسې(TRW) له خوا د دغې ولسوالۍ د ادارې تر څارنې لاندې پلې شوې دي.
دغهراز د سیمې اوسېدونکي د کرنې ودې په برخه کې د دغه ډول پرمختیایي پروژو تطبیق مهم بولي.
د سیمه اوسېدونکی نادرعلي وايي، د دغه ډول پرمختیایي پروژو په پلې کېدو سره نه یوازې د سیمې اوسېدونکو لپاره د کار زمینه، بلکې د خلکو سلګونه جریبه ځمکو ته اوبه هم برابرېږي.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن