ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي

فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي

author avatar
17 Nov 2022 - 17:51
فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي
author avatar
17 Nov 2022 - 17:51

فراه ښار (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۱): د فراه په مرکز کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي دي.

پېښه نن مازیګر شاوخوا څلور بجې د مرکز اړوند په عسکر اباد کلي کې شوې ده.

د دغې سیمې یوه اوسېدونکي نو خان پژواک خبري اژانس ته وویل، دغو درېیو ماشومانو د هاوان یوه مرمۍ موندلې وه او لوبې یې ورباندې کولې چې د چاودنې له امله یې درې واړه ځای پر ځای وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، درې واړه وژل شوي ماشومان سره وروڼه او د برات نومي کس زامن دي چې په اصل کې د یاد ولایت د خاک سفید ولسوالۍ د رنج کلي اوسېدونکي دي او اوسمهال په ښار کې استوګن وو.

دی وايي، نوموړي څلور زامن لرل چې له درېیو یې نننۍ پېښې ژوند واخیست.

د فراه د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول او ویاند مولوي محمد نسیم بدري هم پژواک خبري اژانس ته پېښه تاییده کړه او ویې ویل، په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، امنیتي کسانو پلټنې پیل کړې څو معلومه کړي چې دغو ماشومانو د هاوان مرمۍ له کومه کړې وه؟

د فراه په ګډون په ډېرو ولایتونو کې سيمې د تېرو جګړو له پاتې شوو ناچاوده توکو خوندي شوې نه دي چې وخت نا وخت ماشومانو او لویانو ته مرګ‌ژوبله اړوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.