Language

لغمان کې د شخصي دښمني په پایله کې دوو کسانو مرګ‌ژوبله اوښتې ده

مهترلام (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۱): د لغمان چارواکي وایي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د شخصي دښمني له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د الینګار ولسوال قاري زاهدالله فاتح پژواک خبري اژانس ته وویل چې پېښه د الینګار اړوند په ښوراوې سيمه کې نن شاوخوا ۹ بجې د شخصي دښمني له امله شوې چې یو کس په کې وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د ده په خبره، که څه هم امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیولي، خو دوی هڅه کوي چې اصلي عامل پیدا کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د یادې سیمې اوسېدونکي شکرالله شفق پژواک ته وویل، یاده پېښه د دوو کورنیو ترمنځ د دښمني له امله رامنځته شوه چې په پایله کې يې د سميع‌الله په نوم چې اصلي دښمني هم د هغه له امله رامنځته شوې وه، وژل شوی او یو بل تن ټپي دی.

login or register a new account.