Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوتزل: افغانستان کې ټول‌شموله سیاسي بهیرونو ته اړتیا ده

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل وايي، سوله‌ییز او باثبات افغانستان داسې ټول‌شموله سیاسي بهیرونو ته اړتیا لري چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ولري.

يوناما په خپل ټويټر کې کښلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال ځانګړي استازي مارکس پوتزل پرون د فاریاب په مرکز میمنه کې د دغه ولایت د مدني ټولنې له استازو، ولایتي چارواکو او یو شمېر نورو کسانو سره وکتل.

سرچينې د ملګرو ملتونو د استازي په حواله ويلي چې سوله‌ییز او باثبات افغانستان داسې ټول‌شموله سیاسي بهیرونو ته اړتیا لري چې د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.