Language

د بلخ پوهنتون د لیلیې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

مزارشریف (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۱): د بلخ پوهنتون د لیلیې ودانۍ چې د ۱۸ میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې، نن د لوړو زده‌کړو وزیر له لوري پرانيستل شوه.

د لوړو زده‌کړو وزیر مولوي ندامحمد ندیم وایي، د لیلیې یاده ودانۍ د څه باندې زرو محصلینو اوسېدو لپاره په څلورو پوړونو کې جوړه شوې چې د ۴۰۰ خونو ترڅنګ د کنفرانس او خوړو سالونونه هم لري.

د ده په وینا، وزارت په پام کې لري چې د بلخ پوهنتون د طب او شرعیاتو پوهنځيو ودانیو نیمګړې چارې هم بشپړې کړي.

هغه زياته کړه، دغه راز به د دغه پوهنتون په انګړ کې د سرسبزۍ او نیالګيو اېښودو چارې هم ډېر ژر پیل کړي.