کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): ناروې وایي، دغه هېواد به د ملګرو ملتونو او نړۍوال بانک له لارې له افغانستان سره ۲۲ میلیون امریکایي ډالر نوره مرسته وکړي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د افغانستان خلک له ناوړه اقتصادي حالت سره مخامخ دي او په دغه هېواد کې بشري اړتیاوې مخ پر ډېرېدو دي.
سرچينه کاږي، دغه هېواد به د ملګرو ملتونو او نړۍوال بانک له لارې د افغانستان لپاره د خوراکي توکو خوندیتوب او د بنسټیزو خدمتونو کچې لوړولو په موخه ۲۲ میلیون ډالر نوره مرسته وکړي.
سرچینه زیاتوي، دغه مرستې به د روغتیا او پوهنې په برخو کې ولګول شي.
د ناروې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، ډېرې افغانان د خوراکي توکو له نه خوندیتوب، بېکارۍ او بېوزلۍ سره مخامخ دي او لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
بايد وویل شي چې څو ورځې مخکې (د لړم ۱۷مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) هم ویلي و چې ناروې له افغانستان سره نږدې۷۵۰زره ډالر مرسته کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP