Language

جوزجان کې له سلګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

شبرغان (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۱): په جوزجان ولایت کې له بې‌وزلو سلګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د جوزجان ولایت د اقتصاد رییس مولوي محمدظریف فایز وایي، نن د «افغان ښځو لپاره د ښځو موسسې» په مالي همکارۍ، د کډوالو چارو ریاست له خوا ۴۱۵ بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو بستې ووېشل شوې.

هغه زياتوي، هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۴۹ کیلویي اوړه، یوه قوطۍ غوړي، یوه اندازه لوبیا، بوره، چای، مالګه او رُب ورکړل شول.