Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټرمپ ټویټرپاڼه له نږدې دوو کلونو بندېدو وروسته بېرته فعاله شوه

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۱): ‏د امریکا د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټوېټرپاڼه له ۲۱ میاشتو بندېدو وروسته نن بېرته فعاله شوه.

د ټویټر مالک «ایلان ماسک» له لوري په ټویټر کې له یوې ټول‌پوښتنې وروسته چې ډېری خلکو ورته موافقه رایه ورکړه، د امریکا د مخکني ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» ټویټرپاڼه بېرته فعاله شوه.

ایلان ماسک نن (یکشنبه، د لړم ۲۹مه» پر ټویټر لیکلي: «خلکو خپله خبره وکړه، د ډونالډ ټرمپ ټوېټرپاڼه بیا فعاله شوه.»

ماسک ويلي، په دې ټول‌‌پوښتنه کې شاوخوا ۱۵میلیون کسانو برخه اخیستې وه چې ۵۲ سلنه خلکو موافقه او ۴۸ سلنه د رد رایه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ میاشت کې د ټولنيزې شبکې (ټويټر) ادارې وروسته له هغه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حساب (اکاونټ) وتړه چې نوموړي خپل پلويان تشدد ته بللي وو.

هغه مهال د ټرمپ زرګونو پلويانو په واشنګټن کې د لاريون پر مهال د امريکا کانګرېس (ملي شورا) پر ودانۍ یرغل وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.