کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د ازبکستان وارداتي برېښنا کچه په تولیدي دستګاه کې د تخنیکي ستونزو له امله له ۴۳۰ څخه ۲۰۰ ميګاواټو ته راکښته شوې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس صفيالله احمدزي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، څو ورځې مخکې له ازبکستانه د افغانستان برېښنا شرکت ته خبر ورکړل شو چې هلته د تخنیکي ستونزو له امله به د درېیو ورځو لپاره وارداتي برېښنا کمه شي.
هغه زیاته کړه، دغه ستونزه تر اوسه نه ده حل شوې او د ازبکستان وارداتي برېښنا کچه له ۴۳۰ میګاواټو څخه ۲۰۰ میګاواټو ته ټیټه شوې ده.
نوموړی وایي، په دې اړه له ازبکستاني مسوولینو سره خبرې روانې دي او دغه شرکت هڅه کوي څو یاده ستونزه په روانه اونۍ کې حل کړي.
دی وایي، د ازبکستان وارداتي برېښنا له کمېدو مخکې کابل ته ۴۳۰ میګاواټه برېښنا وصل شوې وه خو اوس دغه کچه ۳۴۰ میګاواټو ته ټیټه شوې ده.
احمدزي وویل، د ازبکستان وارداتي برېښنا په کمېدو سره کابل ته د ترکمنستان ۹۰ میګاواټه برېښنا وصل شوې، د نغلو، ماهپیر او د سروبې له برېښنا هم استفاده کېږي څو د پرچاوۍ مخه ونيول شي.
د احمدزي د معلوماتو له مخې، افغانستان ۱۲۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوسمهال له داخلي او وارداتي سرچینو یوازې ۸۵۰ میګاواټه لري.
په یاده غونډه کې د برېښنا شرکت ویاند حمکتالله میوندي وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې دولتي ادارو او تصدیو ۵۵۴ میلیون ۵۹۵ زره ۴۹۸ افغانۍ پورونه د افغانستان برېښنا شرکت ته سپارلي دي.
هغه وویل: «د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام حکم له صادرېدو تر اوسه، ټولټال یو میلیارد ۱۲۹ میلیون او ۶۹۳ زره او ۹۲۵ افغانۍ د مالیې وزارت له لارې د دغه شرکت حساب ته انتقال شوې دي.»
دی وایي چې د پخوانیو سیاسیونو او زورواکو له ۵۴۵ پوروړو څخه تر اوسه ۴۵ میلیون او ۵۲۵ زره او ۴۰۴ افغانۍ ترلاسه شوې دي.
میوندي دا هم وویل، د دغه شرکت اړوند ۱۴۹۵ جریب غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې چې له دې جملې ۱۳۸۰ جریب ځمکه په ننګرهار، ۱۱۳ جريب ځمکه د کابل په سروبي ولسوالۍ او یو جريب یې په بغلان ولايت کې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP