کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): په کاپیسا کې پر ۷۵۵۰ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول او په لوګر کې له ۳۸۰۰ اړو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د کاپيسا سيمهييز چارواکي وايي، د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې ۵۶۰۰ اړو کورنيو او په کوهبند ولسوالۍ کې ۱۹۵۰ کورنيو ته خوراکي توکي ووېشل شول.
د کاپيسا د کليو پراختيا او بيارغونې رياست نشراتي مسوول محمدمختار وايي، دغه توکي د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له خوا مرسته شوي او د دغه رياست په همغږۍ وېشل شوي دي.
د هغه د معلوماتو پر بنسټ، هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلوګرامه اوړه، څه باندې شپږ کيلوګرامه دال، شاوخوا څلورنيم لېتره غوړي، نيم کيلوګرام مالګه او د شيدې ورکوونکو ميندو لپاره يوه اندازه مغزي مواد وېشل شوي دي.
بلخوا، په لوګر کې له ۳۸۰۰ اړو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د لوګرد کلیو پراختیا رياست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نايبخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري هرې اړې کورنۍ ته ٦٣٠٠ افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې ده.
هغه وايي، ياده اداره پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې په پاتې شپږو برهکيبرک، محمداغې، خروار، څرخ، ازرې او خوښۍ ولسوالیو کې هم له بې وزلو کورنيو سره نغدي مرستې وکړي.