Language

کندهار ښاروالۍ د پرمختیايي کارونو لپاره ۴۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي

کندهار (پژواک، ۱ لیندۍ ۱۴۰۱): د کندهار ښاروال وايي، سږ کال یې د بودجې ډېره برخه پرمختیايي چارو او د بیارغونې کارونو ته ځانګړې کړې چې د کندهار ښار د مهمو برخو د تخریب شوو سړکونو رغول هم په کې شامل دي.

ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن دغه څرګندونې په یوې خبري غونډه کې وکړې.

هغه وویل، سږ کال یې د ښاروالۍ له ۶۰۷ میلیونه افغانیو بودجې څخه ۴۵۰ میلیونه افغانۍ د ښار د پرمختیايي چارو او بیارغونې لپاره ځانګړې کړې دي.

ده وویل، په دغه لړ کې به د کندهار ښار د ۱۵مې ناحیې د ښکارپور دروازې سړک- چې له کلونو راهیسې خراب دی- ورغول شي.

هغه زیاته کړه: «د ښکارپور دروازې د سړک په برخه کې د استملاک ستونزه وه چې اوس حل شوې ده، دا سړک په دوه طرفه ډول جوړېږي چې ۲،۵ کیلومتره اوږدوالی او ۴۰ متره پراخوالی لري.»

هغه دغه‌راز وویل، دا مهال په کندهار ښار کې د بیارغونې ۵۱ پروژې د همکارو موسسو په مالي ملاتړ روانې دي چې په کې د چریو جوړول، د سړکونو ترمیم، په واټونو د سولر څراغونو نصبول او نور شامل دي.

ښاروال زیاته کړه، یو نوی پروګرام- چې له مخې یې په ښار کې د بیارغونې ۲۶ بېلابېلې پروژې پلي کېږي- د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ پيلوي چې زرګونو کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

بلخوا، د ښاروالۍ سکتوري او تخنیکي رییس جاوید احمد میوندي وویل، کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، له هغه وروسته هغه ۲۶ پروژې نیمګړې پاتې شوې چې د نړۍوال بانک په مرسته پلي کېدلې.

هغه زیاته کړه، ځینې دا پروژې بشپړي شوې او ډېرې لا هم پاتې دي، خو هڅه کوي چې ژر یې بشپړې کړي.

د ده په خبره، د دغو پروژو اړوند د ۲۶ انکشافي شوراګانو پیسې هم پاتې دي او بانکي حسابونه یې بند دي؛ ځکه خو هغه شوراګانې نه شي کولای چې پاتې نیمګړي پروژې بشپړې کړي.

ده وویل: «د پاته پروژو په اړه موږ د رییس الوزرا‌ دفتر ته هم معلومات ورکړي دي، نو اول هڅه کوو چې د هغو ۲۶ شوراګانو بانکي حسانونه خلاص شي څو دوی پیسې تر لاسه کړي او پروژې بشپړي کړي، خو که بیا هم و نه شوه نو موږ هڅه کوو نیمګړې پروژې بشپړي کړو.»

ده وویل، همدراز کندهار ښاروالي له سوداګرۍ خونې او نورو سوداګرو سره په اړیکه کې ده، څو په ښار کې بېلابېلې څلورلارې په ښکلو ډیزاینونو ورغوي چې ډېرو سوداګرو دا کار کړی هم دی.

د ده په وینا، یوازي په هغو پروژو کې چې د ښاروالۍ په بودجه روانې دي، شاوخوا څلور زره کسان پر کار بوخت دي او دغه‌راز د همکارو موسسو په مرسته چې کومې پروژې تر سره کېږي، په هغو کې هم زرګونه کسان کار کوي چې د نوو پروژو په پيل سره به یې شمېر نږدې اته زره ته ورسېږي.

کندهار ښاروالۍ دا مهال په کندهار ښار کې د بیارغونې کارونه چټک کړي او خلک هم تري خوشحاله دي، خو غوښتنه کوي چې د مهمو سړکونو او جادو رغولو ته  دې لومړیتوب ورکړل شي.