ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ډنډپټان ولسوالۍ کې ځايي خلکو د پاکستاني ځواکونو پرضد لاريون وکړ

په ډنډپټان ولسوالۍ کې ځايي خلکو د پاکستاني ځواکونو پرضد لاريون وکړ

author avatar
22 Nov 2022 - 18:59
په ډنډپټان ولسوالۍ کې ځايي خلکو د پاکستاني ځواکونو پرضد لاريون وکړ
author avatar
22 Nov 2022 - 18:59

ګردېز (پژواک، د لیندۍ لومړۍ نېټه، ١٤٠١): د پکتیا ولايت په ډنډپټان ولسوالۍ کې ځايي خلکو د پاکستاني ځواکونو پرضد لاريون کړى او د وړمې ورځې نښته يې غندلې ده.

لاريون کوونکو چې شمېر يې لسګونو تنو ته رسېده، د پاکستان پرضد شعارونه ورکول او ويل يې چې پر افغان خاوره يې تېری کړی چې نور بايد له دې کاره لاس واخلي.

د ننني لاريون يوه ګډونوال خان محمد ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل: «نن ورځ د ډنډ پټان ولسوالۍ خلکو د پاکستانيو ځواکونو د هغو بريدونو پرضد لاريون وکړ چې په دې وروستيو کې د افغانستان پر خاوره باندې ترسره کړي دي.»

ده زياته کړه، پاکستان په ناحقه دى او په کومه ځمكه کې چې افغان ځواکونه کار کوي، هغه له اغزن سيم رادېخوا او د افغانستان ده.

د هغه په وینا، که چېرې بيا هم پاکستان بريد وکړ، خلک به هم د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او د وطن دفاع به وکړي.

د لاريون يوه بل ګډونوال شېر ولي وويل، کوم بريدونه چې په تېرو ورځو کې د پاکستان له لوري وشول، دوى يې غندي او پر افغان خاوره يې ښکاره تېرى بولي.

د ده په خبره، د دې بريدونو له امله په سيمه کې سلګونه کورنۍ کډه شوي او خلک د احتمالي بريد له امله خپلو سيمو ته نه شي تللى.

دی زياتوي، د سيمې خلک د خپلې ځمکې د دفاع لپاره چمتو دي او پاکستان ته به اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره لاندې کړي.

له بلې خوا د پکتيا ولايت مقام څخه هم د ياد لاريون په تړاو خبرپاڼه خپره شوې او د پاکستان دغه بريد يې غندلى دی.

په اعلاميه کې ويل شوي چې افغان امنيتي ځواکونه به پاکستان ته اجازه ورنه کړي چې د دوى خاوره لاندې کړي.

د يادولو ده چې د پاکستانيو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته پر ډيورنډ فرضي کرښه د يوه سړک د جوړېدو پر سر رامنځته شوه، چې دواړه لوري دغه ځمکه خپل ملکيت بولي.

بايد وویل شي چې پرون د پکتيا د ملکي روغتون رییس ډاکټر نصيراحمد رحماني پژواک ته ویلي و چې تېره شپه د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د ډيورند فرضي کرښې سره د نښتې له امله ياد روغتون ته يو مړى او شپږ ټپيان ور وړل شوي دي. جسد د يوه امنيتي کس دی او ټپيان ملکي وګړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ډنډپټان ولسوالۍ کې یوې سیمه‌ییزې سرچینې طلوع‌نیوز ته ويلي و، د دې ولسوالۍ اړوند ډيورنډ “فرضي” کرښې ته څېرمه د دواړو خواوو قومونو ترمنځ وسله‌واله نښته رامنځ‌ته شوې ده. دا نښته د ډنډپټان ولسوالۍ اړوند د «ستيا» او د کرښې بلې غاړې «بړوکي» سیمو اوسېدونکو ترمنځ د ځمکې پر سر شوې ده.

سرچينې طلوع نيوز ته ويلي، په ‌دې پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي چې دوه یې د ډنډپټان ولسوالۍ او درې نور یې د کرښې بلې غاړې اوسېدونکي دي.

حکومتي سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 209

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.