Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: نورستان کې مو د مخابراتي خدماتو د پوښښ ساحه تر ۸۰ سلنې پراخه کړې ده

پارون (پژواک، ۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د نورستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي، له تېر یوه کال راهیسې یې په دغه ولایت کې د مخابراتي خدماتو د پوښښ ساحه پراخه کړې او ۸۰ سلنه وګړو ته یې مخابراتي خدمات برابر کړي دي.

د دغې ادارې رییس مولوي احمد خالد فاتح پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوسني سرپرست حکومت تر راتګ پورې په نورستان کې یوازې ۴۰ سلنه خلکو مخابراتي خدماتو ته لاسرسی درلود او ۶۰ سلنه نور له دغو اسانتیاوو بې برخې وو.

دی وايي، له هغه وروسته چې دوی واک ته رسېدلي، د یوه کال په موده کې یې په یاد ولایت کې د مخابراتي خدماتو د پوښښ ساحه پراخه کړې او اوسمهال ۸۰ سلنه وګړي مخابراتي خدماتو ته لاسرسی لري.

هغه زیاته کړه: «کامدېش، برګمټال او منډول د نورستان هغه درې ولسوالۍ وې چې په هیڅ سیمه کې یې مخابراتي شبکې کار نه کاوه او دغه‌راز له نورګرام ولسوالۍ پرته په نورو سیمو کې انټرنیټي خدمات هم نه وړاندې کېدل، خو له تېر یوه کال راهیسې د کامدېش او منډول ولسوالۍ په ځینو سیمو او برګمټال ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو غږیز خدمات پیل شوي دي.»

د ده په خبره، دا مهال په کامدېش ولسوالۍ کې د یوې پایې د نصب چارې روانې دي چې ژر به بشپړې شي، دغه‌راز په وایګل ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د سلام مخابراتي شبکې یوه پایه فعاله شوه چې د دې ولسوالۍ اووه کلي  یې تر پوښښ لاندې راوستل.

بلخوا، په نورستان کې د اترا ادارې مسوول انجنیر عبیدالله ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د دغه ولایت په مرکز پارون کې د افغان بېسیم شبکې د لینک سیسټم له لارې د انټرنیټ ۴جي خدمات پیل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د دې ترڅنګ د دغه ولایت په واما، دواب نورګرام او وانټ‌وایګل ولسوالیو کې بیا له تېرو پنځلسو ورځو راهیسې د انټرنیټ ۳جي خدمات پيل شوي دي.

ده خبر ورکړ چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې به په منډول، کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې هم د مخابراتي شبکو د غږیزو خدماتو ترڅنګ، انټرنیټي خدمات پيل شي.

دی وايي، د مخابراتي شبکو تر ۱۰ ډېرې نورې پايې هم منظورې شوې چې په راتلونکي کال کې به نصب شي او د دغه ولایت ټولې درې او کلي به له دغې اسانتیا برخمن شي.

هغه وویل، نورستان سخته او پېچلې اراضي لري او دغه ولایت تر دې مهاله له نوري فایبر سره نه دی نښلول شوی، له همدې امله ټولو سیمو ته انټرنیټي خدمات په بشپړ ډول نه رسېږي، خو هڅې روانې دي  چې افغان بېسیم د لینک سیسټم له لارې خلکو ته انټرنيتي خدمات ورسول شي.

دی وايي، اوسمهال د نورستان د اوو ولسوالیو له ډلې د کامدېش او منډول ولسوالیو په ځینو سیمو کې مخابراتي خدمات نشته چې د دغه ولایت شل سلنه برخه جوړوي، خو پاتې ۸۰ سلنه خلک مخابراتي خدماتو ته لاسرسی لري.

د نورستان اوسېدونکي وايي، مخابراتي خدمات د وخت مهمه اړتیا ده او په کار ده چې د دغه ولایت پاتې برخې هم د دغو خدماتو تر پوښښ لاندې راوستل شي.

د وانټ‌وایګل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد اکرم پژواک اژانس ته وویل، دغه ولسوالي تر دې وروستیو له مخابراتي خدماتو بې برخې وه، خو اوس خلک ترې برخمن شوي او کولای شي د اړتیا پر مهال په هر ځای کې له خلکو سره اړیکې ونیسي.

خو ده غوښتنه وکړه چې د دغې ولسوالۍ پاتې درو او کلیو ته هم دغه خدمات ورسول شي.

د مرکز پارون اوسېدونکی محمد سلیم وايي، مخکې ان په پارون ښار کې هم چې د ولایت مرکز دی، مخابراتي شبکو په ډېرو ستونزو کار کاوه، خو اوس نه یوازې د مخابراتي شبکو غږیز خدمات ښه شوي، بلکې تازه د ۴جي انټرنیټي خدمات هم پيل شوي دي.

دی زیاتوي، له دې مخکې خلکو په دفترونو کې د انټرنیټ لپاره له شخصي وای‌فای کار اخیست خو له دفترونو بهر ټول خلک د انټرنیټ له اسانتیا بې برخې وو.

نورستان پر مرکز پارون سربېره اووه ولسوالۍ لري چې له ډلې یې یوازې په کامدېش او منډول کې مخابراتي خدمات نشته خو مسوولین ډاډ ورکوي چې ژر به دغو سیمو ته هم دغه خدمات وغځوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.