Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان کرکټ ملي لوبډله سریلانکا ته ورسېده

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): افغان کرکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره د راتلونکو درېیو یو ورځنیو سیالیو ترسره کولو په موخه نن دغه هېواد ته ورسېده.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ دغه سيالۍ به د روانې نومبر میاشتې په ۲۵مه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۳۰مې به دوام وکړي.

د سریلانکا کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې افغان کرکټ ملي لوبډله د درېیو یو ورځنیو لوبو ترسره کولو لپاره سریلانکا ته ورسېده.

افغان ملي لوبډله به د نومبر میاشتې په ۲۵مه، ۲۷مه او ۳۰مه نېټو له سریلانکا سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

افغان کرکټ ملي لوبډله د لړم په ۲۱مه نېټه د سریلانکا پر وړاندې له لوبو مخکې د تمریناتي کمپ او چمتووالي په موخه عربي اماراتو تللې وه.

دغه‌ راز، یادې لوبې د کرکټ نړۍوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو برخه ده چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال پنځوس اووریز نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه کېږي.

د کرکټ بورډ معلوماتو له مخې، افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ نړۍوال جام لپاره په سوپرلیګ سیالیو کې تر اوسه ۱۲ لوبې ترسره کړې چې لس یې ګټلې او دوه یې بایللې دي.

همدارنګه افغانستان اوسهال په سوپرلیګ سیالیو کې د ۱۰۰ نومرو په لرلو، د ۱۳ لوبډلو په منځ کې اووم ځای لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.