لښکرګاه، پاراخ (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په درېیمه ناحیه کې د نږدې اووه میلیون افغانیو په لګښت د یوه پارک جوړېدو چارې پيل شوې او په پنجشېر کې بیا د څلور میلیون افغانيو په ارزښت یوه پروژه بشپړه شوه.
د لښکرګاه ښاروالۍ د انجنیرۍ برخې مسوول انجنیر محمدعباس ځيرک پژواک ته وویل، یاد پارک ۱۲ متره سور او ۷۰۰متره اوږدوالی لري چې د ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه د شپږ میلیون ۷۲۴ زره ۷۴۵ افغانیو په لګښت رغول کېږي.
ده ونه ویل چې د دغه پارک د جوړېدو کارونه به په څومره وخت کې بشپړ شي.
بلخوا، د لښکرګاه ښار خلک د ښاروالۍ د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي، په دې سره به له یوې خوا د ښار ښکلا زیاته شي او له بلې خوا به خلکو ته د تفریح ځای پيدا شي.
د دغه ښار اوسېدونکي عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وویل: «ښاروالۍ ډېر ښه اقدام کړی او د نوي پارک په جوړېدو سره به هم د ښار هوا پاکه او فضا ښکلې شي او هم به خلکو ته د ساتېرۍ لپاره یو مناسب ځای پيدا شي.»
د لښکرګاه ښار یو بل اوسېدونکی محمد نیسم هم وايي، پارکونه د ښار په ښکلا او چاپېریال ساتنه کې هم ډېر ګټورتمامېږي .
ده له حکومته وغوښتل چې په لښکرګاه کې دې د ورته نورو پارکونو جوړېدو لپاره هم اقدام وکړي چې په وینا يې، په دې سره به د خلکو لپاره د تفریح او بوختیا زمینه هم برابره شي.
په داسې حال د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د یوه پارک د جوړېدو چارې پيلېږي چې څلور ورځې وړاندې د دغه ولایت په مرکز کې د یو جمنازیوم د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه .
د یو بل خبر له مخې، د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نصرالله ملکزاده پژواک ته وویل چې نن د دغه ولایت د درې ولسوالۍ له دو آبي سیمې تر پریان ولسوالۍ پورې د پنجشېر د عمومي سړک شاوخوا ۶۰ کیلومتره لار ترمیم او کارونه يې بشپړ شول.
ده وویل چې د یاد سړک د ترمیم لګښت څلور میلیون افغانۍ شوی او د ټولګټو چارو وزارت له خوا ورکول شوی دی.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن