کلات (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د زابل په مرکز او ولسوالیو کې سلګونه سیمهییز ټولګي جوړ شوي او ۲۴ زره ماشومانو ته په کې د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي محمدعثمان حریت پژواک خبري اژانس ته وویل، د ناروې د کډوالو چارو سازمان/ NRC او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF په مرسته د زابل په مرکز او ۱۱ ولسوالیو کې د زدهکړو سلګونه سیمهییز ټولګي جوړ شوي دي.
دی وايي، په دغو ټولګیو کې ۲۴ زره هلکان او نجونې زدهکړې کوي چې د سلګونو ښځینه او نارینه ښوونکو له خوا تدریس ورته کېږي.
هغه زیاته کړه: «د زابل په مرکز او ولسوالیو کې د ناروې د کډوالو چارو سازمان له خوا د زدهکړو ۴۹۰ سیمهییز ټولګي جوړ شوي چې ۱۵ زره ماشومان زدهکړې په کې کوي، دغه راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له خوا ۳۰۰ سیمهییز ټولګي جوړ شوي چې ۹ زره ماشومان زدهکړې په کې کوي.»
د ده په خبره، دا د هغو سیمو ماشومان دي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ښوونځیو ته لاسرسی نه درلود او له زدهکړو بې برخې وو.
دی وايي، دغو ماشومانو ته د تدریس لپاره له ۸۰۰ ډېر ښوونکي او ټولنیز کارکوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.
نوموړی وايي، دغو او نورو موسسو په دغه ولایت کې د پوهنې بهیر د ودې لپاره د لا ډېرو مرستو ژمنه کړې ده.
هغه وویل، د مرستندویه ادارو په مرسته به د دغه ولایت د ولسوالیو د هغو ۸۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي چې اوس یې زدهکوونکي تر اسمان لاندې زدهکړې کوي او یا هم تړلي دي.
حریت د پوهنې بهیر په وده کې له خلکو هم مرسته غواړي او پر هغوی غږ کوي څو خپل اولادونه د زدهکړو لپاره ښوونځیو او مدرسو ته واستوي.
د زابل اوسېدونکي خوښ دي چې له کلونو جګړو او ناامنیو وروسته یې په سیمو کې د زدهکړو سیمهییز ټولګي جوړ شوي او ماشومانو ته یې د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د دایچوپان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي دوستمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې ښوونځي نشته خو اوس ورته سیمهییز ټولګي جوړ شوي چې دوی خپل ماشومان د زدهکړو لپاره ور لېږي.
هغه خوښ دی چې اولادونو ته یې د زدهکړو اسانتیا برابره شوې خو غوښتنه کوي چې د پوهنې ریاست او اړوندې موسسې دې له زدهکوونکو سره د تدریسي کتابونو او قرطاسیې په برخه کې هم مرسته وکړي.
خیرمحمد د مېزانې ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې خپل اولادونه سیمهییزو ټولګیو ته د زدهکړو لپاره استوي.
نوموړي پژواک اژانس ته وویل: «زه خپله بېسواده یم، نه غواړم چې اولادونه مې زما په شان بې سواده لوی شي، په همدې خاطر دلته د سیمهییزو ټولګیو په جوړولو خوشحاله یم، خدای دې وکړي همدا ټولګي ژر پر ښوونځيو بدل شي.»
په زابل کې د سیمهییزو ټولګیو ترڅنګ په ټولو ښوونځیو کې ۵۸ زره ۱۹۰ زده کوونکي پر زدهکړو بوخت دي چې څه باندې ۱۰ زره یې نجونې دي.
Views: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن