Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې د روږدو درملنې درې مرکزونه له یو نیم کال ځنډ وروسته بېرته فعال شول

بامیان کې د روږدو درملنې درې مرکزونه له یو نیم کال ځنډ وروسته بېرته فعال شول

author avatar
23 Nov 2022 - 16:09
بامیان کې د روږدو درملنې درې مرکزونه له یو نیم کال ځنډ وروسته بېرته فعال شول
author avatar
23 Nov 2022 - 16:09

بامیان (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱): په بامیان ولایت کې د روږدو درملنې درېیو مرکزونو له یو نیم کال ځنډ وروسته بېرته فعالیت پیل کړ.

د بامیان ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر جعفر ذکي پژواک ته وویل: «د دغو درېیو مرکزونو له ډلې، د روږدو د درملنې یو ۲۰ بستریز روغتون په ورس ولسوالۍ او دوه نور ۲۰ بستریز روغتیايي مرکزونه چې یو یې د ښځو اړوند دی، د دغه ولایت په مرکز کې موقعیت لري.»

هغه زیاته کړه چې د دغو مرکزونو فعالیت د تشکیلاتو او اړتیا وړ امکاناتو د کمښت له امله درېدلی و او وړمه ورځ (د لړم ۲۹مه) د عامې روغتیا وزارت او د امنیې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې څانګې له لوري بېرته فعال شول.

نوموړي وویل: «اوسمهال په دغو روغتیايي مرکزونو کې ۳۵ روږدي کسان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.»

ذکي زیاته کړه، له دې مخکې د دغو مرکزونو د کارمندانو معاش او د روږدو کسانو د درملنې لګښتونه د عامې روغتیا وزارت له پراختیايي بودجې چې د نړۍ‌والو بنسټونو له لوري تمویلېده، ورکول کېدل، خو ویې ویل چې یو کال او شپږ میاشتې مخکې یې فعالیت ودرېد.

د دغه ولایت پر نشه‌یي توکو روږدي کسان د عامې روغتیا د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي چې په بامیان کې ګڼ شمېر خلک پر نشه‌یي توکو روږدي دي او د روږدو د درملني مرکزونو ته سخته اړتیا وه.

د دغه ولایت د مرکز اړوند د «شهیدان» سیمې اصلي اوسېدونکي ۳۵ کلن باقر پژواک ته وویل: «ما د بېوزلۍ، بې کارۍ او له روږدو کسانو سره د اړیکې له امله شاوخوا شپږ کاله نشه‌یي توکي وکارول.»

هغه وویل، بامیان یو له هغو ولایتونو دی چې ګڼ شمېر روږدي کسان لري.

نوموړی هیله لري چې یوه ورځ د نشه‌یی توکو له منګولو چي ټولې هیلې یې ور خاورې کړې دي، وژغورل شي او د یوه سالم انسان په توګه بېرته ټولنې ته را وګرځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.