ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې دوه کسان د لېونیو سپیو د داړلو له امله مړه شوي دي

زابل کې دوه کسان د لېونیو سپیو د داړلو له امله مړه شوي دي

author avatar
24 Nov 2022 - 13:47
زابل کې دوه کسان د لېونیو سپیو د داړلو له امله مړه شوي دي
author avatar
24 Nov 2022 - 13:47

کلات (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې لېوني سپي ډېر شوي او له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې ۸۰ کسان داړلي چې له دې ډلې دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې په مرکز کلات او یو شمېر ولسوالیو کې لېوني سپي ډېر شوي او په تېره یوه میاشت کې یې ۸۰ کسان داړلي چې لویان او ماشومان په کې شامل دي.

هغه زیاته کړه، له دغو کسانو دوو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی چې یو یې د مېزانې او بل یې د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

دی وايي، د دغه‌راز ناروغانو د درملنې او واکسین امکانات لري او د مرکز کلات په ګډون، د ټولو ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې هغو کسانو ته واکسین ورکوي چې لېونیو سپیو داړلي وي.

ده خبر ورکړ چې د لېونیو سپیو د له منځه وړلو په موخه یې د کلات ښاروالۍ په ملتیا کمپاین پیل کړی او دوام لري.

د کلات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ مدیر ضیاءالحق زاهد هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لېونیو سپیو د له منځه وړلو کمپاین یې پیل کړی او د کلات ښار ترڅنګ به یې ولسوالیو ته هم وغځوي.

ده له خلکو هم د همکارۍ غوښتنه کړه او زیاته یې کړه چې خپل کورني سپي دې بهر نه پرېږدي، څو زیان ور و نه رسېږي.

د زابل اوسېدونکي د چارواکو د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي، له لېونیو سپیو تر پزې رسېدلي، ځکه هره ورځ ماشومان او لویان داړي.

د کلات ښار یوه اوسېدونکي نصیراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د خلکو د روغتیا او خوندیتوب په موخه مهمه وه چې ښاروالي او د عامې روغتیا ریاست دغسې یو کمپاین وکړي.

هغه زیاته کړه، د مرکز کلات ترڅنګ په ولسوالیو کې هم لېوني سپي ډېر شوي او د خلکو ژوند یې ناارام کړی دی.

نوموړي غوښتنه وکړه چې اړوندې ادارې دې په ولسوالیو کې هم د لېونیو سپيو د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي.

د لېوني سپي ویروس خطرناک بلل کېږي، ځکه که د انسان بدن ته داخل شي نو د مرګ سبب یې ګرځي.

پر همدې بنسټ روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې د لېوني سپیو له داړلو وروسته دې خلک نږدې روغتیايي مرکز ته ځانونه ورسوي.

Visits: 80

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.