پژواک (کابل، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت مرستیال وایي، د افغانستان په اقتصادي او سیاسي برخو کې نړېدلي بنسټونو بېرته جوړېږي او دغه وزارت هېواد ته د کډوالو د بېرته راستنولو هڅه کوي.
هغه دغه څرګندونې نن د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې د خروټو کلي جومات په پرانیستغونډه کې وکړې.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمدارسلا خروټی وویل چې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان په سیاسي او اقتصادي برخو کې بنسټونه نړېدلي، خو د بېرته جوړولو لپاره یې کار روان دی.
دی وایي: «اوسمهال د ترقۍ او ابادې لپاره شرایط برابر دي، په کار ده چې یو او بل ته لاس ورکړو، څو ټولې ستونزې حل شي.»
هغه زیاته کړه، په بهر کې د افغانستان لپاره هر ډول شوم اهداف تنظیم شول او د تر لاسه کولو لپاره یې هڅې هم وشوې، خو تر لاسه یې نه شو کړای.
د ده په وینا، اوسمهال په نړۍ کې تر اوه میلیون افغانان کډوال دي خو په خبره یې، د کډوالو وزارت هوډ لري چې خپلو کډوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، څو بېرته هېواد ته راستانه شي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس مولوي مطیعالحق خالص په یادو مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت یوازې د طالب نه بلکې د ټولو افغانانو نظام دی.
دی وايي، د حکومتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې دي، سره میاشت هڅه کوي چې د اړو خلکو لاسنیوي کوي او د خاکجبار خلک دې هم ورسره خپلې ستونزې شریکې کړي.
نوموتي لیکوال او ادیب استاد محمدزمان مزمل په یادو مراسمو کې وویل:«موږ سلو ته روان وو خو صفر سره مخ شو، او اوس صفر سره ګاونډی افغانستان طالبانو ته پاتې ده.»
دی وایي: «جهاد في سبیلالله ده او خلکو ته باید ډېر یاد نه شي، د خدای دربار ته انتظار په کار ده.»
هغه زیاته کړه چې په هېواد کې د سوالګرو او د خلکو ستونزې حلول د اسلامي امارت د مسوولینو مسوولیت دی.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن